د څه باندې ۸۰ میلیارد افغانیو په ارزښت پرمختیايي پروژې منظورې شوې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال د ملي تدارکاتو کمېسیون له پیل څخه تر اوسه د ۲۹۰ پراختیايي پروژو د منظورۍ اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي دفتر نن چهارشنبه د لړم ۱۶ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ملي تدارکاتو کمېسیون له جوړېدو راهیسې د څه باندې ۸۰ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۹۰ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې شوې دي.

 خبرځاى زياته کړه: په دغو پروژو کې د زيربناوو، د کليو پراختيا، روغتيا، برېښنا، ترانسپورت، د اوبو مديريت، کرنې، مخابراتو او نور سکتورونه شامل دي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .